کورپاڼه / جالب / که چېرته دا ماهي چا ونېوه؛ یو لک ډالر په جایزه کې ورکول کېږي

که چېرته دا ماهي چا ونېوه؛ یو لک ډالر په جایزه کې ورکول کېږي

د متحده ایالاتو په ټینیسي ایالت کې د (بوټ دیلر) په نوم شرکت د هغه کسانو لپاره یوه په زړه پورې لوبه برابره کړې، چې د ماهي نېولو سره مینه لري.

په دې لوبه کې ماهي نېونکې ننګول کېږي ترڅو د هغوی له لورې ور ښودل شوی ځانګړی ماهي ونیسي او هر چا چې ماهي ونېوه، نو هغه ته به په جایزه کې یو لک ډالر ورکړل شي.

د بلوف ښار یو اوسیدونکی واټسن میرین په دې اړه له رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د کوچنۍ خولې درلودونکی ځانګړی ماهي یو ورځ په دولسو بجو او څلویښت دقیقو خوشې کېږي او تر سبا یوولسو بجو او نهه پنځوس دقیقو پورې دوام لري.

واټسن زیاتوي کوم شخص چې ټاکل شوی ماهي ترټولو وړاندې ونیسي، نو یاد شرکت ورته په جایزه کې یو لک ډالر ورکوي.

د شرکت له لورې ویل کېږي چې ددې لوبې لپاره د نوم ثبتولو ته هیڅ اړتیا نه وي، خو د جایزې د ګټلو لپاره به ماهي له چاړې او تار سره یوځای نیول کېږي.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …