کورپاڼه / هنر او کلتور / عادل حسین: اکشی کمار په غلا کې هم مهار لري

عادل حسین: اکشی کمار په غلا کې هم مهار لري

د بالیووډ د فلمونو ستوری اکشی کمار د ټوکو او مسخرو په کولو سره په فلمي صنعت کې د ښه شهرت لرونکی دی، خو اوسمهال ویل کېږي چې نوموړی په غلا کې هم ښه مهارت لري.

د (بیل بوټم) فلم کې له اکشي کمار سره کار کوونکی اداکار عادل حسین وایي، چې د فلم د ثبت پرمهال اکشي کمار ورڅخه په داسې ډول ساعت پټ کړ چې دی پرې پوه هم نه شو.

عادل حسین د یوې مرکې پرمهال وایي چې:((له اکشي کمار سره کار کول د خوښۍ خبره ده ځکه چې هغه د وخت ډېر پابند دی، یوه ورځ اکشی کمار وختي د فلم ځای ته ورسید او هلته مو تر ماښام کار وکړ او کورونو ته لاړو.))

نوموړی زیاتوي:((کله چې زه هم کور ته روان شوم نو د فلم مرستیال مدیر راغی او په حیرانۍ یې راته وویل چې ستا ساعت چېرته دی او زه ددې خبرې په اورېدو اندیښمن شوم.))

دی وایي چې بیا وروسته په دې پوه شو چې دا کار اکشي کمار کړی دی او د لاس ورکولو پر وخت یې په داسې ډول سره ترې ساعت ویستي چې دی پرې خبر شوی هم نه دی.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …