کورپاڼه / هنر او کلتور / د هېواد مشهور کومیډین ابراهیم عابد ټکر کړی
ابراهیم عابد

د هېواد مشهور کومیډین ابراهیم عابد ټکر کړی

د هېواد مشهور او نوموتي هنرمند ابراهیم عابد موټر ترافیکي پېښه کړې ده او نوموړی په یاده پېښه کې ټپي شوی چې اوس په روغتون کې بستر دی.

د معلوماتو له مخې، د خصوصي ټلویزیون طلوع د مشهورې خپرونې (شبکه خنده) موټر له یوې ترافیکي پېښې سره مخ شوی دی او مشهور کومیډین ابراهیم عابد پکې ټپي شوی دی.

له پېښې وروسته نوموړی په عاجل ډول روغتون ته رسول شوی دی او ویل کېږي چې اوس د نوموړي روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

ابراهیم عابد یو له هغه کومیډین هنرمندانو څخه دی، چې په افغانستان کې يې کومیډي ته نوې بڼه ورکړې ده او په شبکه خنده کې د هغه کومیډي نه هېرېدونکې دي، چې په څه ښه ډول سیاسي او ټولنیز کریکټرونه هم په کومیډي ډول خلکو ته وړاندې کوي.

د نوموړي د ترافیکي پېښې وروسته د هېواد هنرمندانو هم د هغه په اړه پوسټونه کړي دي او له مینه والو یې غوښتنه کړې ده، چې د نوموړي د ژر روغتیا لپاره دې دعا وکړي.

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان (په دوبۍ کې د خپلې ښځې او ۱۷ کلنې لور) په اړه غبرګون ښکاره کړ

د هندي سینما مشهور او نومیالي هنرمند سلمان خان د هغه اوازو په اړه غبرګون …