کورپاڼه / خپلواک / انګلستان په سوپر اور کې نيوزيلېنډ مات کړ
جوني بيرسټو

انګلستان په سوپر اور کې نيوزيلېنډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ نومبر ۲۰۱۹): د انګلستان او نيوزيلېنډ ترمنځ د پنځه شل اوريزو لوبو وروستۍ لوبه ډېره په زړه پورې نندارې ته وړاندې شوه، چې په سوپر اور کې انګلستان لوبډلې بريا خپله او له دې سره يې د پنځه شل اوريزو لوبو لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د انګلستان او نيوزيلېنډ ترمنځ د شل اوريزې لوبلړۍ په پنځمه يا وروستۍ لوبه کې د لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړی يې نيوزيلېنډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د باران له امله لوبه تر خپل وخت وروسته پيل شوه چې له دې امله لوبه ۱۱ – ۱۱ اورونو ته راکمه کړای شوه.

نيوزيلېنډ په ټاکلو ۱۱ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې وکړې، چې د انګلستان لوبډلې ته يې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه. د نيوزيلېنډ له لوري مارټن ګوپټيل په ۲۰ توپونو ۵۰ منډې وکړې، کولين مونرو په ۲۱ توپونو ۴۶ منډې وکړې او ټيم سيفيرټ په ۱۶ توپونو ۳۹ منډې ترلاسه کړې.

د انګلستان لپاره سام کوران، ټام کوران، عادل رشيد او ثاقب محمود ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د انګلستان لوبډلې هم په ټاکلو ۱۱ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې وکړې او د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه. جوني بيرسټو ۴۷، سام کوران ۲۴ او ایون مورګن ۱۷ منډې ترلاسه کړې. د نيوزيلېنډ لپاره ټرينټ بولټ، مچل سانټنير او جېمز نيشان ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبې له مساوي کېدو وروسته سوپر اور ترسره شو، چې لومړی د انګلستان له لوري جوني بيرسټو او ايون مورګن توپوهنې ته راووتل او ټام ساوټي ورته توپ اچونه کوله.

په يو اور کې انګلستان ۱۷ منډې ترلاسه کړې او د نيوزيلېنډ لوبډلې ته يې د ۱۸ منډو هدف وټاکه، د نيوزيلېنډ له لوري سيفيرټ او ګوپټيل توپوهنې ته راووتل او جورډن ورته توپ اچونه کوله.

نيوزيلېنډ په يو اور کې ۸ منډې ترلاسه کړې او همدا راز يو ويکټ يې هم له لاسه ورکړه، چې په سوپر اور کې تر نړيوال جام وروسته انګلستان يو ځل بيا بريا خپله او د پنځمې لوبې په بريا سره يې له نيوزيلېنډ نه لوبلړۍ هم وګټله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوني بيرسټو ترلاسه کړه او همدا راز د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه مچل سانټنر ترلاسه کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …