کورپاڼه / جالب / هغه مېوه چې استعمال یې د راتلوونکې ماشوم په ښکلا کې رول لوبوي

هغه مېوه چې استعمال یې د راتلوونکې ماشوم په ښکلا کې رول لوبوي

دا د هر انسان هیله وي چې هم خپله ښکلی وي او هم یې راتلوونکی ماشوم د ښایسته شکل څښتن وي. ښکلا یا ښایست که څه هم یو ښه صفت دی خو اخلاق ترټولو لویه ښکلا ګڼل کېږي خو په عام ډول سپین رنګ ښکلی ګڼل کېږي.

همدغه راز دا د هرې ښځې هیله وي چې ماشوم یې ښکلی وي، لکه څنګه چې موږ یادونه وکړه چې په عام ډول سپین رنګ لرل ښایست ګڼل کېږي نو هغه ماشوم چې د پوستکي رنګ سپین وي ښکلی ورته ویل کېږي.

له یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې یوه داسې مېوه هم شته که چېرته یې میندې وخوري، نو راتلوونکی ماشوم به یې ښکلی او سپین رنګه وي.

د څېړونکو د وینا له مخې ویل کېږي چې د حمل پرمهال د هندواڼې خوړل ددې سبب کېږي چې د راتلوونکې ماشوم پوستکی ښکلی یا ښایسته کړي.

خو بل لوري ته ځینې څېړونکې بیا په دې نظر دي چې د حمل پرمهال د آم خوړل د راتلوونکې ماشوم په ښکلا او ښایست کې مهم رول لوبوي خو باید له استعمال وړاندې له ډاکتر سره مشوره وشي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …