کورپاڼه / خبرونه / د محمد نبي زوی (حسن خان) به دا ځل شپږیزه کې په غېر قانوني توګه ولوبېږي؟
محمد نبي او حسن خان

د محمد نبي زوی (حسن خان) به دا ځل شپږیزه کې په غېر قانوني توګه ولوبېږي؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي محمد نبي زوی حسن خان یو چټک توپوهونکی دی، چې د کلب په کچه سیالیو کې ډېر ځلېدلی دی.

خو نوموړي له ځینو رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي دي، چې هغه به سږکال په شپږیزه کرکټ لیګ کې ولوبېږي، ځکه چې ټول قانوني مراحل یې بشپړ کړي دي.

خو حسن خان تراوسه پورې د کلب لیول سیالیو څخه پرته په نورو کورنیو سیالیو کې برخه نه ده اخیستې او د شپږیزې کرکټ لیګ د قانون سره سم، هغه به ونه شي کولای چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې برخه واخلي.

که څه هم حسن خان په شارجه کې هم ډېرې ښې لوبې کړې دي، خو هغه لوبغاړي چې یوازې د کلب لیول لوبې یې کړې وې، نه شي کولای چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې برخه واخلي.

د یادولو ده چې حسن خان تېر کال هم په شپږیزه کرکټ لیګ کې د مس عینک لوبډلې له خوا اخیستل شوی و، خو له ډېرو نیوکو وروسته هغه بیا بېرته له لوبډلې څخه لیرې شوی و.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …