کورپاڼه / ريکارډونه / نیوزیلېنډي لوبغاړي په لومړنۍ لوبه کې څو ریکارډونه جوړ کړل
دیون کانوی

نیوزیلېنډي لوبغاړي په لومړنۍ لوبه کې څو ریکارډونه جوړ کړل

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکي دیون کانوی د انګلستان پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه او په دې لوبه کې يې یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړل.

دا لوبه چې د جون په ۲مه نېټه په لارډز لوبغالي کې پیل شوې ده، نیوزيلېنډ پکې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په لومړۍ پاڼۍ کې دیون کانوی په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۲۰۰ منډې وکړې.

په دې توګه نوموړی لومړنی توپوهونکی شو چې په انګلستان کې يې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې غبرګه سلیزه ووهله او ۷م توپوهونکی شو چې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې غبرګه سلیزه ووهله.

دیون کانوی همدا راز لومړنی توپوهونکی شو چې په لارډز کرکټ لوبغالي کې يې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې وکړې او دویم پیلیز توپوهونکی شو چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې غبرګه سلیزه ووهله.

د یادولو وړ ده چې د انګلستان او نیوزیلېنډ ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې نن پنځمه ورځ ده، چې انګلستان ته د بریا لپاره ۱۷۰ منډې پکار دي او نیوزیلېنډ د بریا لپاره ۸ ویکټو ته اړتیا لري.

دا هم ولولئ

سټیو سمیت

سټیو سمیت ۳۲ کلن شو، د هغه د ځینو ریکارډونو په اړه ولولئ

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د مډل ارډر توپوهونکی سټیو سمیت نن ۳۲ کلن شو، …