کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز: نفرت کوونکو ته وخت نه لرم
فرزانه ناز

فرزانه ناز: نفرت کوونکو ته وخت نه لرم

د هېواد مشهوره سندرغاړې او اداکاره فرزانه ناز وايي، چې هغه د خپل ژوند سره مینه لري او د نفرت کوونکو لپاره هېڅ وخت نه لري.

فرزانه ناز چې په هند کې ژوند کوي، په ټولنیزو رسنیو کې هره ورځ خپل تازه عکسونه او ویډیوګانې له مینه والو سره خپروي، چې نن یو ځل بیا هغې خپل تازه عکسونه خپاره کړي دي.

له خپلو دې تازه عکسونو سره فرزانه ناز لیکلي دي، چې هغه د خپل ځان، خپل کار، خپلو ملګرو او تعقیبوونکو سره مینه لري، د نفرت کوونکو لپاره هېڅ وخت نه لري.

د فرزانه ناز په دې عکسونو کې هم هندي ډوله کالي دي، هغه لکه د تېر په څېر بېباکه عکسونه دي، چې ځینو خلکو یې ستاینه هم کړې ده، خو ځینو پرې نیوکې هم کړې دي.

د یادولو وړ ده، له کله راهیسې چې فرزانه ناز هند ته تللې ده، له هغه وخت راهیسې نوموړې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر بېباکه عکسونه خپروي.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …