کورپاڼه / خبرونه / سعودي عربستان اعلان وکړ چې په څو ورځو کې به د حج تګلاره بیان کړي

سعودي عربستان اعلان وکړ چې په څو ورځو کې به د حج تګلاره بیان کړي

د سعودي عربستان حکومت اعلان کې چې په یو څو ورځو کې به د حج لپاره تګلاره یا د حج د کولو طریقه بیان کړي.

د سعودي عربستان د اطلاعاتو او نشریاتو سرپرست وزیر ماجد القصبي وایي، چې د حج او روغتیا وزارتونه به د کورونا وایروس د خپرېدو پر وړاندې د شته ننګونو په رڼا په راتلوونکو څو ورځو کې د روان کال د حج طریقه اعلان کړي.

ماجد القبي د یکشنبې په ورځ په خبري کانفرانس کې وویل چې د کورونا وایروس د دوامداره بدلون په سبب سږ کال د حج طریقه په واضح ډول سره نه شي بیانولی.

نوموړی وایي چې ډېرې داسې لاملونه شتون لري چې په سبب یې سږ کال د حج تګلاره نه ده روښانه شوې او ترټولو مهم یې د کورونا وایروس په خپرېدو کې دوام او د واکسینو کمښت په ګوته شوی.

ماجد القصبي وایي چې د سعودي عربستان نهایي هڅه به دا وي چې حج په سعودي کې دننه او په مسلمانه نړۍ کې د کورونا وایروس د خپرېدو سبب ونه ګرځي.

دا هم ولولئ

ارون فنچ او کیرون پولارډ

د اسټرالیا او ویسټ انډیز لوبه د کورونا له امله وځنډېده

د اسټرالیا او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه چې …