کورپاڼه / ليکنې / هغه کسان چې د سترګو غاټکی یې غټ وي، هغوی ډېر ځیرک وي

هغه کسان چې د سترګو غاټکی یې غټ وي، هغوی ډېر ځیرک وي

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي هغه کسان چې د سترګو غاټکي یې غټ وي، هغوی ډېر هوښیار او د ښه ذهن لرونکي وي. یعنې د غاټکو غټوالی هوښیارتیا، حافظې او د تمرکز کولو له وړتیا سره ژوره اړیکه لري او د غټو غاټکو لرونکو د (ای کیو) کچه د نورو په پرتله ډېره وي.

سترګې د انسان د بدن مرکزي غړي دي او دنده یې یوازې لیدل او کتل نه دي، یوازې روښنایۍ ته اغېزمن ځواب نه ورکوي او ترڅنګ يې د ښو، په زړه پورو او د ستړیا احساسات نه څرګندوي بلکې ځیرکتیا هم څرګندوي.

څېړونکې وایي چې د سترګو د غاټکو غټوالی د ځیرکتیا، حافظې او تمرکز کولو وړتیا احاطه کوي او د دا ډول کسانو وړتیاوې له نورو ډېرې وي. په دې څېړنه کې چې په امریکا ترسره شوی دا خبره څرګنده شوه چې د غاټکو ترمنځ توپیر د ځیرکتیا ترمنځ توپیر ښکاره کوي.

سترګې په څرګند ډول د سترګو له سپین، غاټکي، د سترګو رنګینه برخه او د سترګو تور څخه جوړه ده او دننه یې عدسه، ریټینا او جیلي شتون لري. دا ټولې برخې یو له بل سره نښتې وي. د سترګو هغه برخه ده چې د ړینې ډېر نري رګونه لري، غاټکی خو ټول پېژنئ چې لیدل پرې کوو، رنګین برخه یې چې تنګېږي او پراخېږي او دننه یې تور دایره وي.

که څه هم داسې ښکاري لکه یو بند څه شی چې وي، خو په اصل کې دا هغه سوری دی چې رڼا دننه کوي او د سترګو په پرده پرېوځي، بیا د پیغام په ډول دماغو ته رسېږي او دماغ یې د شکلونو او تصویرونو په ډول سره ښیي.

دا هم ولولئ

نړۍ یا دنیا د شاتو د یو غټ څاڅکي په څېر ده

د شاتو یو څاڅکی پر ځمکه پرېوت، یو کوچنی مېږی راغی او د شاتو له …