کورپاڼه / خبرونه / د انګلستان مخکښ لوبغاړی په ۸ کاله پخواني ټویټ له هر ډول نړیوالو سیالیو څخه راوګرځول شو
اولي روبینسن

د انګلستان مخکښ لوبغاړی په ۸ کاله پخواني ټویټ له هر ډول نړیوالو سیالیو څخه راوګرځول شو

د انګلستان چټک توپ اچونکی اولي روبینسن چې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په روانو سیالیو کې هم لوبېده، د خپل یو ۸ کاله پخواني ټویټ له امله له نړیوالو سیالیو څخه کېنول شوی دی.

هغه چې د نیوزیلېنډ پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ولوبېده، تر نورو توپ اچونکو ښه وځلېده، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۴ او په دویمه پاڼۍ کې يې ۳ ویکټې واخیستې.

خو د هغه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو یو ټویټ چې د مسلمانانو پر ضد یې کړی و، یو ځل بیا رابرسېره شو، چې له امله یې نوموړی له نړیوالو سیالیو څخه راوګرځول شو.

د انګلستان کرکټ بورډ وايي، چې نوموړی به له سکواډ څخه لیرې کړي او د نیوزیلېنډ پر وړاندې په دویمه ټېسټ لوبه کې به هغه برخه وانخلي.

اولي روبینسن په دې پخواني ټویټ هغه وخت هم بخښنه غوښتې وه، د انګلستان کرکټ بورډ هغه وخت هم ویلي و، چې دوی به د داسې شیانو پر وړاندې غلي پاتې نه شي، اوس یو ځل بیا د نوموړي د یاد ټویټ له امله هغه له نړیوالو سیالیو کېنول شو او ښايي ډېر ژر د هغه د دې ټویټ په تړاو کومه پرېکړه هم اعلان شي.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …