کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان داسې څه وکړل چې مادوري دکشت پسې کوتک راواخیست

عامر خان داسې څه وکړل چې مادوري دکشت پسې کوتک راواخیست

د بالیووډ د مسټر پرفکیشنسټ عامر خان او مادوري دکشت (دل) فلم ډېر بریالی او د خلکو زیات خوښ شو. دا فلم چې په ۱۹۹۰ کال خپور شو د دواړو طبیعت هماهنګي او سندرې یې اوس هم یادېږي.

خو ددې فلم اړوند د سکرین له پردې اخوا هم ځینې یادونه شته، چې په دې د عامر خان هغه شوخي یا ټوکي دي چې مادوري دکشت یې ډېره غوسه کړې وه.

عامر خان په دې اړه له اداکار فرحان اختر سره د یوې خپرونې پرمهال وایي چې په ټوکه او شوخۍ کې د مادوري پر لاسونو لیاړې تو کړې وې، چې بیا مادوري پسې کوتک راواخیست او منډه یې ورکړه.

نوموړی وایي چې کیسه داسې وه چې مادوري ته داسې وښودل چې دی فال کتلی شي او ور زیاته یې کړه چې تاسې ډېر احساساتي یئ او خلک له تاسې احمق جوړوي او تاسو پرې باور کوئ، لکه زه چې درته د احمقې فکر کوم.

له دې وروسته عامر خان همدغسې له مادوري سره وکړل او پر لاس یې لیاړې ور تو کړې.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …