کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / فاف ډو پلیسي: د لیګونو ډېرېدو نړیوال کرکټ له ګواښ سره مخ کړی

فاف ډو پلیسي: د لیګونو ډېرېدو نړیوال کرکټ له ګواښ سره مخ کړی

د سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او تکړه توپ وهونکی فاف ډو پلیسي وایي چې د تجارتي لیګونو ډېرېدو نړیوال کرکټ ته خطر پېښ کړی؛ نو اوس باید داسې اقدامات ترسره شي چې په مرسته یې دواړه ترسره شي.

فاف ډو پلیسي له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي، که چېرته په راتلوونکې کې دا لړۍ دوام وکړي او لوبغاړي د انتخاب حق ولري؛ نو نړیوال کرکټ به زیانمن شي.

نوموړی وایي چې اوس د پخوا غوندې نه ده، مخکې به دوه یا درې لیګونه ول، خو اوس اوه، اته لیګونه ترسره کېږي او دا شمېر ډېرېږي هم؛ نو اړینه ده چې په دې اړه اقدامات وشي او سم لاره غوره کړای شي.

فاف ډو پلیسي اوسمهال په ابوظبۍ کې دی او د پاکستان تجارتي لیګ کې د لوبېدو لپاره ځان تیار ښیي او د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې سره به ولوبېږي.

د یادولو وړ ده چې فاف ډو پلیسي یو له هغه لوبغاړو له جملې څخه دی، کله چې د سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ د نړیوالو لوبو لړۍ وه؛ نوموړي د هند تجارتي لیګ ته ترجیح ورکړه.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او …