کورپاڼه / اسلام / حضرت عمر بن عبدالعزیز ولې خلیفه کېدو څخه وېرېده؟

حضرت عمر بن عبدالعزیز ولې خلیفه کېدو څخه وېرېده؟

حضرت عمر بن عبدالعزیز په اسلامي نړۍ کې یو داسې شخصیت نوم دی چې تر اوسه د هغه په څېر کوم شخص نه دی پیدا شوی. هغه د عدل او انصاف یو داسې مثال جوړ کړی چې په همدې سبب ورته پنځم خلیفه راشد ویل کېږي.

ویل کېږي کله چې عمر بن العزیز خلیفه نه و نو ډېر قیمتي او ښې جامې به اغوستې، خو کله چې خلیفه شو نو د ژوند طرز طریقه بدله شوه او خوراک او څښاک د ملنګانو شو، خو د خلیفه کیدو واقعه یې ډېره په زړه پورې ده.

کله چې خلیفه سلیمان بن عبدالملک وفات شو نو رجاء بن حیات جومات ته لاړ، د بنو امیه کورنۍ او د لښکر مشران یې راټول کړل، هغه سره د خلیفه فرمان و چې مهر پرې وهل شوی و، هغه ټولو ته د خلیفه د مړینې خبر ورکړ، بیا پر مهر شوي فرمان له خلکو بیعت واخیست او د ټولو ترمخ یې ولوست او و یې ویل په دې کې سلیمان بن عبدالملک لیکلي دي چې …. خو لنډه دا چې عمر بن عبدالعزیز یې ولیعهد وټاکه.

په دې سره هشام بن عبدالملک وویل موږ یې بیعت نه کوو خو رجاء بن حیات ورته سمدستي وویل چې سر به دې پرې کړم، خو په عام ډول خلک خوشحاله ول. خو عمر بن عبدالعزیر د فرمان او خپل نوم په اورېدو سره وو (انا الله وانا الیه راجعون) خو رجاء بن حیات منبر ته پورته کړ او اول یې هشام بن عبدالملک باندې بیعت وکړ او بیا نورو ټولو په خوښۍ سره بیعت وکړ.

له خلافت سره له بیعت وروسته سیدنا عمر بن عبداالعزیز خلکو ته په خطاب کې د تقریز پرمهال وویل….. نور بیا

دا هم ولولئ

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه رکوع دومره اوږده کړه، چې د سر پورته کېدو سوال نه پیدا کېده

یوه ورځ نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مازیګر امامت کاوه، نو لومړۍ رکوع …