کورپاڼه / روغتيا / د موټر د اییر کنډیشنر هغه زیانونه چې بدن ته رسوي

د موټر د اییر کنډیشنر هغه زیانونه چې بدن ته رسوي

د ګرمۍ په ډېرېدو سره ددې اړتیا پېښېږي چې په موټر کې دې له اییر کنډیشنر څخه ګټه واخیستل شي، خو کله چې د انسان بدن له ګرمې څخه یو دم له سړې هوا سره مخ شي نو د نزلې او زکام په څېر ناروغۍ پېښوي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي که چېرته په داسې حال کې احتیاطي تدابیر ونه نیول شي نو د بدن لپاره ډېر زیانمن تمامېږي.

که څه هم د ګرمۍ په ډېرېدو سره په موټر کې اییر کنډیشنر استعمال نه شي نو سفر ستونزمنوي خو د روغتیا لپاره تاوانونه هم لري.

او په دې سره په موټر کې دننه بکتریا او میکروبونه وده کوي او کله چې اییر کنډیشنر چالان شي نو دغه میکروبونه د هوا په مرسته خورېږي او ګڼې ناروغۍ رامنځته کوي چې عبارت دي له د سړو د حساسیت ناروغي، د هډوکو درد، تنقسي ناروغۍ او د دفاعي سیستم کمزوري.

ددې لپاره چې د اییر کنډیشنر له خطرونو وژغورل شو نو تودوخه یې باید په شلو درجو برابره کړو او له چالانولو دمخه یې باید د موټر ښېښې یو څه ښکته کړو ترڅو طبیعي هوا داخله شي او داخلي هوا بدله کړي او ترڅنګ اییر کنډیشنر پاک وساتو او سم ساتنه یې وکړو.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …