کورپاڼه / ليکنې / څه ډول کولی شو چې د ازموینو لپاره ځان تیار کړو؟

څه ډول کولی شو چې د ازموینو لپاره ځان تیار کړو؟

د ازموینو په رانږدې کیدو سره هغه زده کوونکې او زده کړیالان د اندیښنې ښکار ګرځي چې تیاری یې نه وي نېولی او هغه کسان چې تیاری یې نېولی هغوی بیا په دې فکر کې وي چې دا دومره ډېر درسونه به څنګه تکراروي.

په ازموینو کې اړینه نه ده چې یوازې به تکړه او لایق کسان بریالي کېږي، بلکې هغه کسان هم په دې برخه کې راځي چې یو سم مهالویش یې جوړ کړی وي. که څه هم د وخت معلومول ستونزمن وي خو کله چې پرې لاسبري شوئ نو له ازموینو پرته په عام ژوند کې به هم ترې ګټه پورته کړی شئ.

وخت ترتیبول: ددې مطلب دا دی چې تاسې باید پر وخت کنترول ولرئ نه دا چې وخت یې پر تاسو ولري، یعنې موخه یې داده چې ستاسو ترمخ د راتلوونکو ورځو تصویر پروت دی، تاسې به څه څه کوئ.

لومړیتوبونه: لومړی به هغه کار انتخابوئ چې ډېر وخت ته اړتیا لري، له دې وروسته مهم کارونه وکړئ، بیا لږ مهم کارونه ترسره کړئ.

مهالویش جوړ کړئ: یو مهالویش جوړ کړئ او خپلو لومړیتوبونو ته ترتیب ورکړئ او د هر مضمون لپاره وخت ځانګړی کړئ.

له کلیزې کار واخلئ: یو اوږد مهالویش جوړ کړئ ترڅو مهمې نیټې، مهمو کارونو، ورځو او له ازموینو خبر شئ.

د آرام لپاره هم وخت ورکړئ: باید یاد ولرئ چې موږ ماشین یا روبوټ نه یو، آرام ته هم اړتیا لرو او همدغه راز له ملګرو سره ګرځیدل، ورزش کول او فلم کتل هم دماغ اراموي او مناسب خوب خو بیا ترټولو اړین وي.

دا هم ولولئ

نړۍ یا دنیا د شاتو د یو غټ څاڅکي په څېر ده

د شاتو یو څاڅکی پر ځمکه پرېوت، یو کوچنی مېږی راغی او د شاتو له …