کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان د پاکستانیانو زړونه وګټل

راشد خان د پاکستانیانو زړونه وګټل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د پاکستان سوپر لیګ لپاره د انګلستان کاونټي سیالۍ ځنډولې دي، چې په دې خبرو یې د پاکستانیانو زړونه ګټلي دي.

راشد خان په یوه مرکه کې دا هم ویلي و، چې په پاکستان سوپر لیګ کې د لوبېدو له امله غواړي چې افغانستان او پاکستان یو بل ته نږدې کړي او اړیکې يې ښې شي.

اوس نوموړي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي، چې هغه د انګلستان په کاونټي لوبو کې د سسیکس لوبډلې سره تړون کړی دی، خو د هغې پر ځای د پاکستان سوپر لیګ لوبېدو ته پاتې شوی دی.

راشد خان وايي، چې هغه په پي ایس ایل کې یوازې دوه لوبې وکړې او بېرته د نړیوالو لوبو لپاره ستون شو، خو اوس ورسره دا انتخاب و چې انګلستان ته لاړ شي او په کاونټي لوبو کې د سسیکس لوبډلې لپاره ولوبېږي، خو د پاکستان سوپر لیګ لپاره پاتې شوی دی.

نوموړي د سسیکس لوبډلې د منیجمنټ څخه هم مننه کړې ده او ویلي یې دي، چې هغوی یې خبره ومنله او پي ایس ایل کې د ګډون اجازه یې ورکړه، هغه وویل چې د انګلستان کاونټي ۵ لوبو کې به هغه ګډون ونه کړي او له هغه وروسته به بیا انګلستان ته لاړ شي او له خپلې لوبډلې سره به یو ځای شي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان په پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې د دغه لیګ سیالۍ د جون په ۹مه نېټه په ابوظهبي کې پیلېږي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …