کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نجیب ځدراڼ: خوشحاله یم چې PSL کې لوبېږم، بابر اعظم مې خوښېږي، وسیم اکرم زما توپوهنه خوښوي
نجيب الله ځدراڼ

نجیب ځدراڼ: خوشحاله یم چې PSL کې لوبېږم، بابر اعظم مې خوښېږي، وسیم اکرم زما توپوهنه خوښوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی نجیب الله ځدراڼ وايي، چې هغه ډېر خوشحاله دی چې په لومړي ځل د پاکستان سوپر لیګ کې لوبېږي.

نوموړي له یوې پاکستاني رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي دي، چې بابر اعظم د هغه د خوښې توپوهونکی دی او د وسیم اکرم د هغه توپوهنه خوښېږي.

نجیب الله ځډراڼ د پاکستان سوپر لیګ کې د کراچۍ کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې د یادې لوبډلې سره یو ځای شوی دی او تمرینات یې هم پیل کړي دي، د دې لوبډلې لوبډلمشري د پاکستان ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکی بابر اعظم کوي.

نوموړي په یاد لیګ کې په لوبېدو خوښي ښکاره کړې ده او ویلي یې دي، چې هڅه به کوي چې د دوی لوبډله د خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړي، ځکه دوی ښه لوبغاړي او همدا راز تکړه روزونکي هم لري.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) شپږم پړاو پاتې لوبې د جون په ۹مه نېټه په ابوظهبي کې پیلېږي، چې ځینې نور مشهور افغان لوبغاړي هم پکې ګډون لري.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …