کورپاڼه / روغتيا / هغه نښې، نښانې چې د ډېرې ناستې یا کېناستو اغېزې ښکاره کوي

هغه نښې، نښانې چې د ډېرې ناستې یا کېناستو اغېزې ښکاره کوي

په اوسني وخت کې ډېر شمېر خلک په دفترونو کې ناست وي یا په کورونو کې د تلویزون، کمپیوټر یا د نورو سکرینونو ترمخ ډېر وخت ناست وي. خو دا ډول کړنه د روغتیا لپاره زیانمنه وي او د ډېرو ناروغیو خطر ډېروي.

که څه هم په ډېره ناستې سره د انسان د بدن په داخل کې بدلونونه رامنځته کېږي، خو په ظاهره هم ځینې نښې، نښانې لیدل کېږي، نو ځکه مو هڅه کړې چې ځینې هغه نښې، نښانې در په ګوته کړو ترڅو پوه شئ چې باید بدني فعالیتونه وکړئ یا متحرک شئ.

د سترګو حلقې یا پړسېدل: کله چې بدني فعالیتونه وکړو او تر ډېره په ناستې سره وخت تېر کړو، نو د بدن په ځینو برخو کې مو اوبه راټولېږي، چې سترګې هم پکې شاملې دي. یعنې د سترګو پړسېدل یا حلقې اچول په یو اړخ تر ډېره د کېناستو پایله وي او له دې ستونزې چې د ژغورلو لپاره باید ورزش یا بدني فعالیتونه وشي.

قبض: بدني فعالیتونه کول د کولمو لپاره اړین وي، نو که چېرته تاسې تر ډېره خپل وخت په ناسته تېروئ نو غذا به مو له لویو کولمو په آسانۍ نه تېرېږي او د قبض شکل اختیاروي.

هېرول: که چېرته داسې احساس کوئ چې ډېر څه مو له ذهن څخه وځي، نو هڅه وکړئ چې ورزش وکړئ. ځکه تر ډېره کېناستل د دماغو پر هغه برخه اغېز کوي چې حافظه پکې شتون لري.

د بندونو درد: کله چې تر ډېره ناست یو نو د بندونو له درد او تکلیف سره مخ کېږو خو که ورزش وکړو او بدني فعالیتونه ترسره کړو، نو په دې ستونزه کې مو کمښت واقع کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …