کورپاڼه / جالب / څېړنه: لوږې اخیستې مچۍ هم یو پر بل حملې کوي

څېړنه: لوږې اخیستې مچۍ هم یو پر بل حملې کوي

موږ انسانان ډېری وخت په لوږه کې غوسه کېږو، خو اوس معلومه شوې ده چې د مچیو نارینه هم د لوږې په سبب له کنترول څخه وځي او پخپل منځ کې سره جنګ کوي.

د بریتانیې د ختیځ اینجلیه پوهنتون استاده جینیفرپیرې وایي چې:((نارینه مچۍ پر نارینه مچیو حمله کوي او ښځینه مچیو ته څه نه وایي او ځینې خو خپلو پښو لکه د تورو په توګه ګټه اخلي او پر مخامخ مچۍ ګوزار کوي.))

د تجربو له مخې ساینسپوهانو نارینه مچۍ په پنځه ډلو وویشلې چې اته پنځوس او څلور اویا یې په یو ځای کې ایښې وې. په دې کې یو ډله هغه بالغې مچی وې چې له چینجي مچۍ کېدي او د نوي شکل له خپلولو وروسته د خوراک لپاره هیڅ هم ور نه کړل شول.

خو دویمې ډلې ته په ټوله تجربه کې خواړه ورکړل شول او دریمې ډلې ته یې خواړه ورکړل خو ۲۴، ۴۸ او ۷۲ ساعتونو پورې وږې پرېښودل شوې. له دې وروسته له پنځو څخه تر اوو ورځو پخوانۍ د مچیو جوړې یوځای کېښودې، خواړه یې ورته کېښوده او تر پنځو ساعتونو پورې د څېړنې لاندې ونېولي او سلوک یا چلند یې ریکارډ کړ.

هغه مچۍ چې له خوراک وروسته وږې پرېښودل شوې وې، نو له یو بل سره په جنګ شوې او دا ډول چلند ور پکې عام و. دا څېړنه ځکه اړینه ده چې د مچیو د جین لویه برخه د انسانانو په څېر ده او دا څېړنه تر یو څه حده پر انسانانو هم تطبیق کیدلی شي.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …