کورپاڼه / هنر او کلتور / د دلیپ کمار کورنۍ: دلیپ کمار ژوندی او په روغتون کې بستر دی
دلیپ کمار

د دلیپ کمار کورنۍ: دلیپ کمار ژوندی او په روغتون کې بستر دی

د هندي سینما د نوموتي او نومیالي پخواني هنرمند کورنۍ د هغه په اړه وايي، چې د نوموړي د مړینې په اړه خپاره شوي خبرونه یوازې اوازې دي، هغه روغ دی او په روغتون کې بستر دی.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، دلیپ کمار پرون د ساه اخیستو له مشکل سره مخ شوی و، چې له هغه وروسته روغتون ته انتقال او اوس هم په روغتون کې بستر دی.

خو له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د دلیپ کمار (یوسف خان) د مړینې په اړه هم اوازې خپرې شوې دي، چې د نوموړي کورنۍ دا اوازې رد کړې دي.

د هغه کورنۍ وايي، چې نوموړی په روغتون کې بستر دی، د ساه اخیستو له مشکل سره مخ شوی چې اکسیجن ورته لګېدلی دی، ځینې ټېسټونه یې ترسره کېږي او ډاکټران وايي، چې هغه به دوه یا درې ورځو کې بېرته کور ته ولېږي.

د یادولو وړ ده چې یوسف خان چې په دلیپ کمار مشهور دی، د هندي سینما پخوانی اداکار دی، چې په پېښور کې زېږېدلی و او بیا یې په هندي سینما کې ستر انقلاب او بدلون راوست.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …