کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان کې خور د خپل ورور سره انډیوالي جوړه او د هغه ژوند یې تباه کړ
خور او ورور

پاکستان کې خور د خپل ورور سره انډیوالي جوړه او د هغه ژوند یې تباه کړ

د هلک او نجلۍ ترمنځ انډیوالي خو نن سبا عامه خبره ده، خو په پاکستان کې بیا یوې خور د خپل ورور سره په موبایل کې انډیوالي جوړه کړې وه، چې د هغه ژوند یې تباه کړ.

د پاکستان د مدار نیوز د راپور په وېنا، دا پېښه د پاکستان په ګجرانواله کې شوې ده، چې کله ورور د خپلې خور له دغه کار نه خبر شو، نو خپل ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دغه نجلۍ په موبایل باندې د خپل ورور سره انډیوالي جوړه کړې وه چې په یو بهانه او بله بهانه یې ترې پېسې غوښتلې، خو کله چې يې ورور پوه شو، نو خپل ژوند يې ختم کړ.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دغه هلک خپلې لومړۍ ښځې ته طلاق ورکړی و او غوښتل یې چې بله ښځه وکړي، په داسې وخت کې د هغه هلک خور ورسره په موبایل انډیوالي جوړه کړې وه، چې له هلک نه یې شاوخوا ۸۰ زره روپيو پورې هم ترلاسه کړې وه، خو کله چې هغه غوښتل د رشتې لپاره خپله خور د دغه موبایل نجلۍ (چې په اصل کې د هغه خور وه) کورنۍ ته ورولېږي، نو یادې نجلۍ موبایل بند کړی و او له هغه سره یې اړیکې ختمې کړې وې.

دغه هلک چې وروسته معلومات کړي و، نو ورته معلومه شوې وه، چې د هغې انډیواله په اصل کې د هغې خور وه او بیا یاد هلک ځانوژنه کړې ده.

دا هم ولولئ

امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري …