کورپاڼه / روغتيا / آم هغه ګټوره مېوه ده چې د درملو په توګه هم استعمالېږي

آم هغه ګټوره مېوه ده چې د درملو په توګه هم استعمالېږي

آم هغه خوندوره او د غذایي توکو لرونکې مېوه ده، چې د خپل رنګ، خوند او اغېز له مخې ترټولو ځانګړې مېوه ده، چې په هند کې ډېره کرل کېږي او په آسانۍ سره ترلاسه کېږي. د آم په اړه ویل کېږي چې د ډېرو خطرناکو ناروغیو مخنیوی کوي. خو ځینې بیا د آم پاڼې هم استعمالوي.

آم د درملو په توګه: د اوړي په موسم کې کله چې د تودوخه درجه پورته شي نو د انسان بدن د اوبو له کمښت او نورو ستونزو سره مخ کېږي نو په داسې حالاتو کې د خام آم اوبه ګټورې تمامېږي.

د زړه لپاره: ویل کېږي چې آم د داسې غذایي توکو لرونکی وي چې د زړه د روغتیا لپاره مرستندویه تمامېږي. همدغه راز د کلیسترول، ټرای ګلسرایډز او د فیټي اسیدو کچه برابره ساتي.

د هضم لپاره: آم د داسې ځانګړو انزایمو لرونکې مېوه ده چې د خوړو لویې ټوټې هم اوبه کوي ترڅو بدن یې په سم ډول جذب کړي. همدغه راز آم په ډېره اندازه اوبه او فایبر هم لري چې د قبض او بدهضمۍ غوندې د ناروغیو مخنیوی کوي.

د سرطان مخنیوی کوي: آم د پولي فینولونو په شتون د سرطاني حجرو د ودې مخنیوی کوي او په مرسته یې له سرطان څخه خوندیتوب واقع کوي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …