کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بین ډنک د تمریناتو پر مهال سخت ټپي شوی
بین ډنک

بین ډنک د تمریناتو پر مهال سخت ټپي شوی

په پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې ویکټ ساتونکی او توپوهونکی بین ډنک تېره ورځ سخت ټپي شوی و، خو اوس يې په اړه ویل شوي، چې بېرته رغېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، بین ډنک د تمریناتو پر مهال په شونډه په بال ولګېده، چې شونډه یې خوږ شوه او بیا وروسته په روغتون کې د هغه شونډه وګنډل شوه.

د هغه په شونډه کې ۷ ټانکې لګېدلې وې، چې ډاکټرانو ورته د ارام مشوره ورکړې وه، خو اوس تازه یې لاهور قلندرز په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د لاهور قلندرز اجراییه رییس ثمین رانا رسنیو ته ویلي دي، چې د اسلام اباد یونایټیډ پر وړاندې په لوبه کې به بین ډنک ولوبېږي، ځکه چې هغه رغېدلی دی.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ دوه ورځې وروسته، د جون په نهمه نېټه پیلېږي، چې  لومړۍ لوبه به د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …