کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص د پولیسو حوزې ته له ځان سره غوا بېولې ترڅو شاهدي ووایي

په هند کې یو شخص د پولیسو حوزې ته له ځان سره غوا بېولې ترڅو شاهدي ووایي

په هند کې د دوو بزګرانو د خوشې لپاره یو بزګر له ځان سره غوا د شاهد په توګه بېولې او په معصومیت سره ویلي، چې د دوی د نېولو پر وخت دا هلته موجوده وه.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د هند د هریانا ایالت په توهانا ښار کې پولیسو دوه بزګران په داسې حال کې ونېول چې د پارلمان غړي د کور ترڅنګ تېرېدل، خو نورو ملګرو یې د مظاهرې په توګه حوزې ته ورغي او غوا یې د شاهدۍ لپاره له ځان سره بېولې.

په ټولنیزو رسنیو کې د غوا یو داسې عکس خپور شوی، چې د پولیسو د حوزې څخه بهر تړل شوي وي او مخ ته یې د اوبو ستل او واښه پراته وي ترڅو خپل لوږه او تنده پرې ماته کړي.

بزګرانو په ډېر معصومیت سره وویل چې دغه غوا یې یو څلویښت شاهد دی، چې پولیسو یې په داسې حال کې لیدلي چې د دوی ملګري یې نېولي او وروسته له دې دواړه بزګران په ضمانت سره خوشې شول.

هندي بزګرانو د اتحادیې د فرعي ادارې په غوښتنه د پولیسو حوزه کې خپل لاریون ختم کړ، خو د بزګرانو مشرانو پرېکړه وکړه چې د زراعت اړوند جنجالي قوانینو پر وړاندې به لاریونونه دوامداره ساتي.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …