کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: موږ استعداد لرو، خو د سترو لوبډلو پر وړاندې تجربه نه لرو او فشار سره مخ کېږو
راشد خان او رحمت شاه

راشد خان: موږ استعداد لرو، خو د سترو لوبډلو پر وړاندې تجربه نه لرو او فشار سره مخ کېږو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې په شل اوریزو لوبو کې افغان لوبډله استعداد لري، خو راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې به له مشکلاتو سره مخ وي، ځکه چې د غټو لوبډلو پر وړاندې تجربه نه لري او له فشار سره مخ کېږي.

راشد خان چې اوسمهال په ابوظهبي کې دی او هلته به په پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږي، د کریک ویک وېبپاڼې سره ځانګړې مرکه کړې ده.

هغه وویل، په نړیوال شل اوریز جام کې زموږ چانسونه ډېر دي، ځکه موږ د شل اوریزو لوبو ډېر استعداد لرو، خو یوازینی مشکل دا دی چې موږ د سترو لوبډلو پر وړاندې تجربه نه لرو او له فشار سره مخ کېږو.

راشد خان وویل، چې موږ د سترو لوبډلو پر وړاندې زیاتې لوبې نه دي ترسره کړي او همدا وجه ده، چې د دوی پر وړاندې زموږ لوبغاړي له فشار سره مخ کېږي.

نوموړي وویل، موږ له سترو لوبډلو سره یوازې نړیوال جامونو کې مخ کېږو، خو موږ له دې لوبډلو سره دوه په دوه لوبلړۍ نه دي ترسره کړي، که چېرته موږ له دوی سره ډېرې لوبې وکړو، نو بیا له دوی نه لوبې ګټل به اسانه وي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …