کورپاڼه / اسلام / له خپلوانو سره باید څه ډول چلند شي، د رسول الله (ص) د حدیثونو په رڼا کې یې ولولئ

له خپلوانو سره باید څه ډول چلند شي، د رسول الله (ص) د حدیثونو په رڼا کې یې ولولئ

په ډېرو مبارکو حدیثونو کې په صله رحمۍ کولو ډېر ټینګار شوی لکه څنګه حضرت انس رضي الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: که د چا دا خوښه وي چې رزق یې پراخه شي او عمر یې اوږد شي نو له خپلو، خپلوانو سره دې نیک چلند وکړي(مسلم بخاري)

حضرت ابو اسید ساعدي رضي الله عنه روایت کوي چې یو وخت کله چې د رسول الله په حضور کې حاضر شو، نو د بنو سلمه د قبیلې یو شخص وویل: یا رسول الله ایا زما مور او پلار پر ما داسې کوم لري چې د هغوی له مړینې وروسته یې ادا کړم؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هو، د هغوی لپاره د مغفرت، بخښنې او رحمت دعا کوه، که چېرته هغوی له کوم چاسره وعده کړې وي نو پوره یې کړه، د خپلو، خپلوان لحاظ یې وساته، حق یې ادا کړه او د ملګرو احترام او درناوی یې وکړه. (سُنن ابو داود)

حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: که څوک غواړي چې پلار یې په قبر کې آرام وي او احترام یې وکړي نو له مړینې وروسته یې له ورونو یعنې ترونو سره په هغه ډول ښه چلند وکړئ څه ډول چې اړین وي. (صحیح ابن حبان)

حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه روایت کوي، چې یو شخص د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او و یې ویل: ما ډېره لویه ګناه کړې آیا د توبې کوم ډول شت؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: آیا ستا مور ژوندۍ ده؟ هغه وویل: چې نه، رسول الله ورته وفرمایل: آیا خاله لرې؟ هغه وویل: هو. رسول الله ورته ارشاد وفرمایلو چې ځه او ښه چلند ورسره وکړه “الله تعالی به دې وبخښي”.(سُننِ ترمذي)

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …