کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د فرانسې له لورې دوه سوه، اوه شپېته میلونه ډالر جریمه شو

ګوګل د فرانسې له لورې دوه سوه، اوه شپېته میلونه ډالر جریمه شو

ګوګل د فرانسې له لورې دوه سوه، شل میلونه یورو، چې له دوه سوه، اوه شپېته میلونه ډالرو سره برابرې دي، جریمه شو.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د فرانسې د سیالیو ترتیبونکې ادارې ګوګل په دې دوه سوه، شل میلونه یورو جریمه کړه، چې په انلاین سوداګریز کاروبار کې ترجیحي چلند غوره کړی و.

د فرانسې د سیالیو ترتیبونکې اداره وایي چې ګوګل د خپلو اعلاناتو خدمتونو، لیلام کور او د ګوګل ایډ مینجر څخه یې د ترجیحي سلوک لپاره له خپل نفوذ څخه غلطه ګټه اخیستې ده.

د فرانسې څارونکې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تګلاره یې په دې لحاظ هم خطرناک وه، چې ګوګل د پلور اړوند پلیټ فارمونو کې خپلو سیالیو ویبپاڼو، موبایل اپلیکیشنونو او نورو ته غیر عادلانه زیان رساوه.

د یادولو وړ ده چې ګوګل په انټرنیټي نړۍ کې ترټولو ستر شرکت دی او تقریباً په ټوله نړۍ کې ورڅخه په پراخه پیمانه ګټه اخیستل کېږي.

دا هم ولولئ

ډیجیټل زده کړیاله ۱

د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته

چین یو ځل بیا د نړۍ حېرانولو لپاره ګام پورته کوي، د نړۍ په تاریخ …