کورپاڼه / ليکنې / له دندې ګوښه کېدل هیڅکله د ناکامۍ په مانا نه وي

له دندې ګوښه کېدل هیڅکله د ناکامۍ په مانا نه وي

که څه له دندې د ګوښه کېدو ډېرې پېښې د نورو په نظر ملنډې او مسخرې ښکاري خو باید ووایم چې دا ډول کړنې یا پېښې ښې نه وي، خو تاسې به خپل مسلک شاته نه غورځوئ، له تجربو به ګټنه کوئ او د پرمختګ غوره لارې ولټوئ.

که چېرته تاسې هم له دا ډول ترخې تجربې سره مخ یئ، نو هڅه وکړئ چې له سختو احساساتو ځان وساتئ. یو ارواپو صابرینا رومانوف وایي: کله چې له دندې د ګوښه کیدو خبر مو ترلاسه کړ، نو په سړو دماغو فکر وکړئ، ځان ارامه کړئ او دا حقیقت درسره ومنئ.

کله چې دا ډول هر اړخیز فکر او عمل وکړئ نو په راتلوونکې وخت کې بیا په کار وګمارل شئ، په ښه ډول سره خبرې کول، ځان ارام ساتل او د نورو چارو لپاره به د شرکت دروازې درته پرانیستې وي.

دا عمل یا کړنه به ډېره ستونزمنه وي خو هڅه وکړئ چې ښې اغېزې وښیندئ، له کاري ډلې سره د کار کولو او زده کړې پر وخت د مننې کلمې وکاروئ او له خپل رییس څخه مننه وکړئ.

رومانوف وایي: تاسې خپل ګوښه والي په دې ډول استعمال کړئ ترڅو پرمختګ وکړئ. خواشیني کیدنه یو طبیعي غبرګون دی، خو تاسې یې په هیله بدل کړئ او همدا کړنه مو په راتلوونکې دنده کې د پرمختګ او هڅونې سبب کېږي.

یو بل ارواپوه جیسکا جنوري بهر وایي: له دندې د ګوښه کیدو وروسته خپل شخصیت له مسلکي پېژندنې څخه بېلول ستونزمن وي. په دې سره سخته پښېماني، افسوس، وېره او ناهیلي رامنځته کېږي. دا وخت له ځان سره رښتیونی او نرم چلند وکړئ، په آرامو دماغو سره له دندې د ګوښه کیدو په سببونو فکر وکړئ او هغه څه چې مو ترلاسه کړل، و یې منئ او اصلاحي کار پرې وکړئ.

دا هم ولولئ

نړۍ یا دنیا د شاتو د یو غټ څاڅکي په څېر ده

د شاتو یو څاڅکی پر ځمکه پرېوت، یو کوچنی مېږی راغی او د شاتو له …