کورپاڼه / جالب / په هند کې یوه ناوې د واده په ورځ کرنتین شوه

په هند کې یوه ناوې د واده په ورځ کرنتین شوه

که څه هم د کورونا وایروس په سبب ودونه نه دي درېدلي خو د واده مراسم یې ضرور بې خونده کړي. همدغسې یوه پېښه په هند کې رامنځته شوې او ناوې او زلمي پکې د واده د ښکلو جامو پرځای د طبي کارمندانو جامې اغوستي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ددې هیواد د نینیتال د سیمې په منرسا کې کلې یوې ناوې او زلمي د واده پرمهال له کورونا څخه د خوندیتابه جامې اغوستي او واده یې کړی.

دا په داسې حال کې ده چې له واده دوه ورځې وړاندې د ناوې (سیما) د کورونا نتیجه مثبته شوه، چې په همدې سبب د ردرپور له اوسیدونکې هریش سره د کورونا د اصولو پربنسټ واده وشو.

ویل کېږي کله چې ناوې په کورونا اخته شو، نو دواړو کورنیو له ډېر فکر وروسته د واده پرېکړه وکړه او په دې په زړه پورې واده کې له ناوې او زوم پرته وراباڼو او د ناوې کورنۍ هم د کورونا څخه د مخنیوي په موخه اړوند جامې اغوستې وې.

په دې مراسم کې د ناوې او زوم د والدینو په ګډون اتو کسان ګډون کړی و. همدغه راز له واده وړاندې دا پرېکړه هم شوې وه چې ناوې به له رخصتۍ وروسته د خسرګنۍ په کور کې کرنتین کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …