کورپاڼه / روغتيا / د غاښونو پاکوالی اړین وي … خو کله؟

د غاښونو پاکوالی اړین وي … خو کله؟

د غاښونو د پاکوالي ترټولو غوره وخت کوم دي؟ دا یوه داسې پوښتنه ده چې د هر انسان په ذهن کې وي، ځینې کسان په دې باور دي چې د غاښونو د پاکولو ښه وخت له خوراک او ناشتې څخه وړاندې وخت دی، خو ځینې بیا وایي چې له خوراک وروسته یې ښه وخت دی.

خو د غاښونو د پاکولو غوره وخت په دې پورې اړه لري چې تاسې په خوراک یا ناشته کې څه خوړلي. د غاښونو ډاکترانو په عموم کې په ورځ کې دوه وخت د غاښونو د برش کولو لارښوونه کوي: یو ځل سهار او یو ځل ماښام. خو د غاښونو سپینوالی یا ځلیدل دې پورې اړه نه لري، چې تاسې له ناشت وړاندې غاښونه برش کوئ یا وروسته، بلکې دې پورې اړه لري چې د ورځې په لومړیو کې مو څه خوړلي.

یو امریکایي ډاکتر وایي چې په عموم کې خپل ناروغانو ته له ناشتې وروسته د غاښونو د برش کولو لارښوونه کوي او دا له غاښونو څخه د داغونو د لېرې کولو غوره طریقه ده. یعنې له ناشتې وروسته د غاښونو پاکولو مطلب دا وي چې تاسې نه پرېږدې بکتریا مو په غاښونو کې پاتې شي.

خو هر وخت له خوراک وروسته د غاښونو برش کول ښه نه وي، که چېرته په ناشته کې تېزابي خواړه او نور توکي استعمالوئ نو اړینه ده چې غاښونه له وړاندې برش کړئ، ځکه له تېزابو خوړو وروسته د غاښونو برش کول ورته تاوان رسوي. همدغه راز که بیاهم غواړئ نو یو ساعت وروسته یې برش کړئ یاهم په تشو اوبو سره خوله پاکه کړئ.

ډاکتران وایي که له مالټو له جوسو یا نورو تېزابي خوړو وروسته غاښونو برش کړو نو د برش ریښې مو د غاښونو پوښ پرې سولېږي او د غاښونو ساتونکې برخه زیانمنوي او کمزورې کېږي نو هڅه وکړئ چې له تېزابي خوړو وروسته سمدستي غاښونه مه برش کوئ.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …