کورپاڼه / خبرونه / د دیون کانوی او سارو ګنګولي ترمنځ جالب تصادفونه
دیون کانوی او سارو ګنګولي ۱

د دیون کانوی او سارو ګنګولي ترمنځ جالب تصادفونه

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې د اوسني توپوهونکي دیون کانوی او د هند کرکټ ملي لوبډلې د پخواني توپوهونکي سارو ګنګولي ترمنځ نه منونکي تصادفونه لیدل شوي، چې مینه وال یې هم حېران کړي دي.

د سپورټس کیړا وېبپاڼې د دواړو لوبغاړو ترمنځ هغه شیان راغونډ کړي دي، چې د دواړو ترمنځ بېخي کټ مټ یو شان دي او همدا لامل دي چې خلک یې حېران کړي دي.

دواړه لوبغاړي د جولای په ۸مه نېټه زېږېدلي، دواړه چپ لاسي توپوهونکي دي، دواړو خپلې لومړۍ نړیوالې لوبې د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړې دي.

همدا راز دواړو خپلې لومړۍ ټېسټ لوبو د انګلستان پر وړاندې ترسره کړې دي او دواړو دا لوبې د جون په میاشت کې ترسره کړې دي، همدا راز دواړو په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په لارډز کرکټ لوبغالي کې سلیزې وهلي دي او د دواړو د لومړنیو لوبو د کېپ شمېره ۸۴ وه، خو د کانوی په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې وه او د سارو ګنګولي بیا په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې وه.

دیون کانوی او سارو ګنګولي

د یادولو وړ ده چې سارو ګنګولي د هند کرکټ ملي لوبډلې یو مخکښ کپتان او توپوهونکی و، چې اوس د هند کرکټ بورډ مشر دی، همدا راز دیون کانوی بیا د انګلستان پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه چې غبرګه سلیزه یې ووهله او د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …