کورپاڼه / اسلام / کله چې عمر بن عبدالعزیز له خلکو بیعت واخیست څه یې ورته وویل؟

کله چې عمر بن عبدالعزیز له خلکو بیعت واخیست څه یې ورته وویل؟

ای خلکو! له قران وروسته داسې کوم نشته او له رسول الله وروسته بل نبي نشته. زه د کوم شي پیل نه کوم بلکې بشپړوم یې. زه پیلوونکی نه یم زه څاروونکی یم، زه په هیڅ حالت کې له تاسو غوره نه یم. کوم څوک چې له ظالم بادشاه تښتي هغه ظالم نه دی خو یاد ولرئ چې د الهي احکامو پر وړاندې د مخلوق پیروي جایز نه ده.

کله چې عمر بن عبدالعزیز له بیعت اخیستلو وروسته کور ته لاړ نو ږیره یې په اوښکو لمده وه، میرمن یې ترې په وېره وپوښتل ولې خیریت خو دی. عمر بن عبدالعزیز ورته وویل چې خیریت چېرته دی زما پر اوږو د محمد (ص) بوج واچول شو.

لوڅ، وږی، ناروغ، مظلوم، مسافر، قیدي، ماشوم، زوړ، کم حیثیته، ماشومانو لرونکي او نورو ټولو بوج زما پر اوږو واچول شو، زه له دې همدې وېرې ژاړم چې د قیامت په ورځ له ما پوښتنه کېږي او زه یې ځواب نه لرم.

عبدالعزیز بن ولید د خلیفه سلیمان د وفات پر وخت نه و او نه د عمر بن عبدالعزیز سره د خلکو له بیعت څخه خبر و، کله چې د سلیمان له وفات خبر شو نو د خلافت دعوه یې وکړه او فوځ یې له ځان سره کړو او د دمشق پر لور روان شو.

کله چې هلته ورسید نو پوه شو چې عمر بن عبدالعزیز خلیفه شوی نو پرته له ځنډ ورغی او بیعت یې ورسره وکړ او و یې ویل چې زه تا سره د خلکو له بیعته نه وم خبر، عمر بن عبدالعزیز ورته وویل که چېرته تا د خلافت او حکومت لپاره هڅه کوي نو هیڅکله مو مقابله نه کوله او جنګ ته نه تلو بلکې کور کژ کېناستم. عبدالعزیز بن ولید ورته وویل چې ما له تا پرته کوم بل څوک د خلافت وړ نه ګاڼه.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …