کورپاڼه / جالب / د ۲۰۲۱ کال په اړه نوې او ډېرې حیرانوونکې وړاندوینې شوي

د ۲۰۲۱ کال په اړه نوې او ډېرې حیرانوونکې وړاندوینې شوي

له وخت څخه د وړاندې یا وروسته سفر (Time Traveling) مفروضه هم د ډېرو کسانو لپاره انګېرنه ګڼل کېږي، خو ځینې کسان بیا داسې چې له وخته وړاندې یا وروسته د سفر کولو ادعا کوي، چې اوس په همدې لړ کې د ۲۰۲۱ کال په اړه حیرانوونکې وړاندوینې شوي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دې ټولو خلکو پر ټیک ټاک د ویډیوګانو په شکل خپلې وړاندوینې پورته کړي، چې ډېر لایکونه او کتونکئ یې هم ترلاسه کړي. په دې کې یو شخص وایي چې روان په اوړي کې به وېروونکې زلزله رامنځته شي د امریکا کیلیفورنیا او فلوریډا څنډې به تباه کړي.

یو بل شخص ادعا کوي چې په ۲۰۲۱ کې به ډېر حیرانوونکې او خطرناک مخلوق وموندل شي او دا به زموږ د ځمکې ترټولو خطرناک مخلوق وي، چې د اکتوبر په ۶ نیټه به د استرالیا په اکیشا ځنګل کې راښکاره شي.

یو بل بیا ادعا کوي چې په ۲۰۲۱ کال به سوپر پاور یا ډېر ځواک حقیقت وګرځي او اته انسانان به بشپړ ځواکمن شي. دا کسان به له لمر څخه انرژي ترلاسه کوي، بیا به الوت کولی شي او پخپله خوښه به موسم راولي. باران به وروي او د سترګو په رپ کې به له یو ځای څخه ورک کېږي او زرګونه کیلو میتره لېرې به ښکاري، دا به د دسمبر په شلمه له لمر انرژي ترلاسه کړي.

راپور وایي وړاندوینې کوونکو له خپلو دعوو ترڅنګ په ویډیوګانو کې هغه فلمي منظرې خپرې کړي چې ساینسي کیسه لري، خو بل لور خلکو پر انټرنیټ په دې اړه لټون کړی خو هیڅ نه دي موندلي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …