کورپاڼه / روغتيا / آیا د فاصلې له حیرانوونکې روغتیایي ګټو خبر یاست؟

آیا د فاصلې له حیرانوونکې روغتیایي ګټو خبر یاست؟

فاصله د شنو سبزیجاتو له جملې څخه ده، چې په ډېره آسانۍ سره کرل کېږي او په اسیایي هیوادونه په ځانګړې توګه په هند او بنګله دیش کې په شوق خوړل کېږي. دغه سبزیجات پخپل جوړښت کې ډېر فایبر لري نو ځکه د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي.

روغتیایي کارپوهان د انسان د روغتیا لپاره فاصله او نور شنه سبزیجات اړین ګڼي او وایي چې دا ډول خواړه د معدې ټولې ستونزې هواروي. که چېرته د ګرمۍ موسم زورور شو او د خوړو په ټاکنه کې زړه نا زړه وئ نو فاصله وټاکئ.

فاصله له ډېرو خطرناکو ناروغیو لکه د شریانونو تنګېدل او د زړه د بې شمېر ستونزو او شکر لپاره غوره خواړه دي. همدغه راز د فاصلې فصل د څارویو د وښو په توګه هم استعمالېږي.

د فاصلې د پخولو په طریقه کې یوه ترټولو عامه طریقه ده چې سبزي ترې جوړېږي، بله طریقه یې داده چې له غوښې سره یوځای پخېږي او بله طریقه یې بیا داده چې له ورېژو سره پخېږي.

هندوان یې بیا په داسې ډول سره پخوي چې له استعمال وړاندې یې په اوبو کې ایشوي او اوبه ترې لېرې کوي، ترڅو د فاصلې سختوالی ختم یا له منځه لاړ شي او ښه خوند پیدا کړي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …