کورپاڼه / خبرونه / روانه میاشت به لمر تندر ونیسي خو په کومو ځایونو کې به ښکاره شي؟

روانه میاشت به لمر تندر ونیسي خو په کومو ځایونو کې به ښکاره شي؟

ستور پېژندونکې ادعا لري چې روانه میاشت به لمر خپله رڼا د یو څه وخت لپاره له لاسه ورکوي او تندر به یې نیسي. دوی وایی چې دا به د روان کال د خپل نوعیت له مخې لومړۍ پېښه وي چې د جون په لسمه به رامنځته شي.

که څه هم د تندر نېونې دغه صحنه به په افغانستان کې ونه لیدل شي، خو ستور پېژندونکو د روان کال د لمر تندر نېونې د لومړۍ پېښې په اړه خپل بیانونه ورکړي.

دوی وایي چې دغه پېښه یا د لمر تندر نېونه به د جون په لسمه نیټه په روسیه، ګرینلینډ، شمالي کاناډا، شمالي اسیا، اروپا او په امریکا کې ولیدل شي.

ویل کېږي چې د افغانستان پر وخت به د لمر تندر نېونه په دولسو بجو او دوه څلویښتو دقیقو سره پیل شي.

همدغه راز په دریو بجو او دولسو دقیقو به خپل اخري حد ته ورسېږي او په دریو بجو او دیارلسو دقیقو به بالاخره ختم شي او د تندر نېونې پرمهال به یې د اور حلقه هم ولیدل شي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …