کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د کوم هندي لوبغاړي په کپتانۍ کې د لوبېدو ارمان لري؟
راشد خان ۸ جون

راشد خان د کوم هندي لوبغاړي په کپتانۍ کې د لوبېدو ارمان لري؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لیګ سپینر راشد خان چې اوسمهال د کرکټ په نړۍ کې یو له غوره لیګ سپینرانو څخه دی او په تجارتي لیګونو کې بیا مخکښ لوبغاړی دی، چې له ای پي ایل او بیګ باش وروسته اوس په پاکستان سوپر لیګ کې هم لوبېږي، د یو هندي لوبغاړي په کپتانۍ کې د لوبېدو ارمان يې څرګند کړی دی.

راشد خان د یو یوټیوب چېنل (کریکاسټ) سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د مهیندر سینګ دهوني په کپتانۍ کې لوبه کې ډېر مهمه ده او یوه ورځ به زه هم د هغه په کپتانۍ کې لوبېږم.

هغه وویل: ((دا زما ارمان دی چې د مهیندر سینګ دهوني په کپتانۍ کې ولوبېږم. ځکه چې د هغه سره د لوبې تجربه، د هغه په کپتانۍ کې د لوبې تجربه ډېره مهم ده. د یو توپ اچونکي لپاره د ویکټ ساتونکي رول ډېر مهم دی او زه فکر نه کوم چې له نوموړي پرته به څوک غوره وي.))

د یادولو وړ ده چې راشد خان په ای پي ایل کې د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، چې ډیویډ وارنر او کین ویلیمسن یې د لوبډلمشرانو په توګه پاتې شوې دي.

نوموړی اوسمهال په ابوظهبي کې دی، چېرته چې د پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې سبا دغه سیالۍ پیلېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …