کورپاڼه / روغتيا / کوم ډول مشروب په تشه ګیډه څښل زیانمن تمامېږي

کوم ډول مشروب په تشه ګیډه څښل زیانمن تمامېږي

ډېر شمېر خلک سهار وختي په تشه ګیډه د خپلې خوښې مشروبات لکه کافي، چای یا تازه جوس څښي، خو له څېړنو ثابته شوې چې دغه ډول عادت د بدن لپاره زیانمن تمامېږي.

نو ځکه روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې په تشه ګیډه چای او کافي مه څښئ، ځکه چې په دې د بدن د تېزابو توازن خرابېږي او د اوبو له کمښت سره مخ کېږي.

په تشه ګیډه د کافي په څښلو سره له معدې څخه ځینې هورمونونه کورټیسول افرازوي چې د زړه درزا، خپګان او اندیښنه ډېروي. ویل کېږي که څه هم په تروشو مېوو کې ویټامین سي وي چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي خو په لږه اندازه یې استعمال هم د خېټې سوخت او د زړه درزا ډېروي.

دغه راز په تشه ګيډه د سړو مشروباتو استعمال هم ښه نه ګڼل کېږي او د ځیګر، تریخي او خېټې دندې ډېروي او غاښونو ته زیان رسوي او ترڅنګ ځینې داسې روغتیایي ستونزې پیدا کوي چې د مړینې سبب کېږي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي هغه کسان چې چې ساړه مشروبات څښي، په هغوی کې له وخته وړاندې د مړینې خطر تر شپږویشت سلنو ډېروي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …