کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / جیف بیزوس د خپل ورور سره ګډ فضا ته په سفر ځي
جیف بیزوس ۸ جون

جیف بیزوس د خپل ورور سره ګډ فضا ته په سفر ځي

د نړۍ شتمن سړی او د امازون شرکت بنسټګر جیف بیزوس اعلان کړی دی، چې د خپل ورور سره به ګډ فضا ته په لومړني انساني الوتنه کې سفر وکړي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، جیف بیزوس د انسټاګرام په یو پوسټ کې اعلان کړی دی، چې د خپل ورور سره ګډ به د جولای په ۲۰مه نېټه د فضا سفر پيل کړي. جیف بیزوس په خپله د ایرو سپېس شرکت بلیو اوریجن مالک دی او هغه به د امازون د مشرۍ پرېښودو وروسته د فضا په سفر روانېږي.

د بلیو اوریجن شرکت له خوا فضا ته تلونکی دا کېپسول لومړنی داسې سفر دی چې عام انسانان پکې ځي، ځکه تر دې مخکې به یوازې ستورمزلي فضا ته تلل.

د جیف بیزوس سره فضا ته د تګ لپاره په انلاین بڼه د څوکۍ لپاره بولي هم روانه ده او ویل کېږي چې دا بولي تراوسه پورې ۲.۸ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده، خو د دې اعلان به بیا د جون په ۱۲مه نېټه کېږي، چې نور به څوک له جیف بیزوس سره فضا ته سفر وکړي.

د بلیو اوریجن شرکت له خوا چې فضا ته د تللو لپاره کوم کېپسول جوړ شوی دی، په هغې کې د ۶ کسانو د تګ امکان شته دی، چې د دې ازمایښت هم د روان کال د اپریل په میاشت کې شوی و. د یادولو ده چې د فوربس مجلې د راپور له مخې، جیف بیزوس چې د امازون بنسټګر دی، اوسمهال ۱۸۶ میلیارده امریکايي ډالر شتمني لري.

دا هم ولولئ

ډیجیټل زده کړیاله ۱

د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته

چین یو ځل بیا د نړۍ حېرانولو لپاره ګام پورته کوي، د نړۍ په تاریخ …