کورپاڼه / هنر او کلتور / شویتا تیواري: زما لومړیتوب زما اولادونه دي

شویتا تیواري: زما لومړیتوب زما اولادونه دي

د هندي فلمونو او د تلویزون مشهوره اداکاره یا هنرمند شویتا تیواري وایي چې لومړیتوب یې دهغه ماشومان دی. د یادولو وړ ده چې له د شویتا او د هغه د دویم خاوند ابینو کوهلي ترمنځ له ډېر وخت څخه جنجال روان دی او د جنجال لامل یې هم د هغې زوی ریانش دی، چې د هغه پلار د شویتا دویم خاوند ابینو دی.

له هندي رسنیو سره شویتا د خبرو پرمهال ویلي چې دخپلو دوو اولادونو پلک او ریانش د ښه والي او بهبود لپاره د خپل ټول تمرکز پرېکړه کړې.

په دې وروستیو کې کله چې نوموړې د تلویزوني خپرونې د ثبت لپاره سویلي افریقا ته لاړ نو خاوند یې ابینو کوهلي پرې تور پورې کړ چې د خپل زوی ریانش سره د لیدنې اجازه نه ورکوي او زوی یې په کوم نامعلوم ځای په غیرقانوني ډول ساتلی دی.

خو شویتا بیا وایي چې ابینو کوهلي دروغ وایي او د زوی په اړه یې خاوند ته خبر ورکړی دی. نوموړې وایي چې هیچا ته د وضاحت ورکولو او اجازې ورکولو پابنده نه ده.

شویتا زیاتوي چې په دې ښه پوهېږي چې د اولادونو لپاره یې څه ښه دي او څه بد او په دې هم ځان پوه ګڼي چې خپل ماشومان څه ډول په ذهني او بدني ډول روغ او ښه وساتي.

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …