کورپاڼه / جالب / دا څوکۍ په اته نیم میلونه ډالر لیلام شوه

دا څوکۍ په اته نیم میلونه ډالر لیلام شوه

دغه څوکۍ چې په تصویرونه کې یې وینئ، په څرګند ډول که څه هم یوه عادي او له لرګي څخه جوړه شوې څوکۍ ده، خو څو ورځې وړاندې په هانګ کانګ کې په ۸.۵ میلونه ډالر لیلام شوه.

ویل کېږي چې دغه څوکۍ د اوولسمې زېږدیز پېړۍ ده او په چین پورې اړه لري او د منګ شاهي کورنۍ د یو بادشاه لپاره جوړه شوې وه. دغه څوکۍ له سپکو خو له ډېرو کلکو لرګیو څخه جوړه شوې ده.

دې ډول څوکیو ته (چینایي ژیاویي) هم ویل کېږي او په اوس وخت کې هم جوړېږي او په لوړې بیو سره پلورل کېږي، خو له نن څخه سلګونه کاله وړاندې کله چې د شاهي کورنۍ بادشاهان ښکار ته تلل نو دا ډول څوکۍ به ورسره ضرور وې.

همدغه راز په دې څوکۍ شوې کیندنې ډېرې نازکې او په ښکلي اندازه سره شوي او کله چې به ښکار ځای یوړل شوې نو هلته به بادشاه او د شاهي کورنۍ غړي پرې کېناستل. نو ځکه خو ورته (شاهي ښکاري څوکۍ) هم ویل کېږي او د شاهي کورنۍ نښه ګڼل کېږي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۸ د دسمبر په میاشت کې د بیجنګ په موزیم کې همدغسې یوه کوڅۍ په څلور میلونه ډالر لیلام شوې وه، خو دې څوکۍ بیا مخکینی ریکارډ مات کړ.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …