کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د خامو شېدو د استعمال په پایله کې ناروغۍ رامنځته کېږي

څېړنه: د خامو شېدو د استعمال په پایله کې ناروغۍ رامنځته کېږي

په امریکا کې د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د خامو شېدو څښل د روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي او په نتیجه کې یې د خېټې خطرناکې ناروغۍ رامنځته کېږي.

د څېړنې له مخې له مخې ویل کېږي چې په شېدو کې داسې زیانمنې بکتریاوې شتون لري چې د خوراکي توکو د زهرجن کیدو سبب کېږي. همدغه راز دا هم څرګنده شوه چې د خامو شېدو د څښلو په پایله کې انسان ناروغه کېږي.

څېړونکې په دې اړه وایي که چېرته شېدې پرته له ایشولو استعمال شي، نو د ور پکې موجودو بکتریاوو په سبب د ناروغیو خطر تر شپږ نوي سلنو پورې لوړوي.

دوی وایي که چېرته شېدې وایشول شي نو شته بکتریاوې ور پکې ختمېږي او که پرته له ایشولو وڅښل شي نو د اي کولي، (Salmonella) او (Campylobacter) بکتریا بدن ته داخلېږي او په پایله کې د ناروغیو خطر ډېروي.

ویل کېږي چې په دې په دې څېړنې کې یې د یو سلو، شپږ شپېتو د شېدو د شرکتونو د شېدې نمونې څېړلي او پورته پایلې یې ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …