کورپاڼه / خبرونه / له ویسټ انډیز او اسټرالیا سره د افغانستان لوبلړۍ په خطر کې ده، له ستر تاوان سره به مخ شي
حشمت الله شهیدي، ارون فنچ او کیرون پولارډ

له ویسټ انډیز او اسټرالیا سره د افغانستان لوبلړۍ په خطر کې ده، له ستر تاوان سره به مخ شي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکي کې د پاکستان او اسټرالیا سره د ۳-۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ لري او همدا راز د اسټرالیا او ویسټ انډیز سره درې اړخیزه سیالۍ هم لري، چې د کرکټ د کېفیت او هم د پېسو راوړل ورته ډېر اړین دي، له پاکستان او اسټرالیا سره د لوبلړۍ ترسره کېدل حتمي دي، ځکه چې دا د سوپر لیګ برخه دي، خو درې اړخیزه سیالۍ بیا له خطر سره مخ دي.

د کرکټ بورډ یوې سرچینې خپلواک وېبپاڼې ته وویل، چې د افغانستان، ویسټ انډیز او اسټرالیا ترمنځ د درې اړخیزه لوبلړۍ کې ټولې ۷ لوبې پلان شوې دي، چې دا له نامعلوم برخلیک سره مخ دي. که چېرته دا سیالۍ افغانستان سږکال ترسره نه کړي، نو د مینه والو په هیلو به اوبو تویې کړي، بلکې کرکټ بورډ به د یو میلیون ډالرو له تاوان سره هم مخ شي.

یاده سرچینه وايي، چې دا درې اړخیزه سیالۍ له نړیوال شل اوریز جام وړاندې پلان شوې وې، خو اوس اسټرالیا له بنګله دېش سره له نړیوال شل اوریز جام مخکې د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي، چې له دې څخه ښکاره کېږي، چې دا درې اړخیزه سیالۍ به په خپل وخت ترسره نه شي.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ سرچینې زیاته کړه، چې که دا سیالۍ په خپل وخت ترسره نه شي، نو بیا ترسره کېدل به یې ناشوني وي، ځکه چې دا سیالۍ د یادو هېوادونو په همغږۍ باندې برابرې شوې وې، اسټرالیا او ویسټ انډیز له نړیوال شل اوریز جام وروسته نورې ډېرې لوبلړۍ لري او د دغه لوبو لپاره ښايي بیا وخت پېدا نه کړای شي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ۳ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ هم د هند غوره لیګ (ای پي ایل) د ترسره کېدو له امله له خطر سره مخ دي، ځکه چې ای پي په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي او د سپتمبر له پیل څخه به ټول لوبغالي د ای پي ایل لپاره نیول کېږي، چې افغانستان کرکټ بورډ هم یادې سیالۍ د سپتمبر په میاشت کې په متحده عربي امارتو کې پلان کړې دي.

له دې څخه په واضحه توګه د افغانستان کرکټ بورډ کمزوری مدیریت ښکاره کېږي، ځکه چې هند هم له افغانستان سره خپلې سیالۍ ځنډولي دي او د سریلانکا سیالۍ په تړاو هم تراوسه پورې په واضحه توګه هېڅ معلومات نشته.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …