کورپاڼه / خبرونه / ای سي سي د مۍ میاشتې  د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلان کړل
د ای سي سي د مۍ میاشتې غوره جایزې ته نوماند لوبغاړي

ای سي سي د مۍ میاشتې  د غوره لوبغاړي جایزې ته نوماند لوبغاړي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د مۍ میاشتې د غوره لوبغاړي جایزې ته د نوماندو لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې د بنګله دېش، سریلانکا او پاکستان لوبغاړي ورته نوماند دي.

ای سي سي چې هره میاشت یو نارینه لوبغاړي او یو ښځینه لوبغاړې ته د غوره کارکردګۍ له امله جایزې ورکوي، د مۍ میاشتې نوماندان یې هم اعلان کړي دي.

په نارینه لوبغاړو کې د پاکستان حسن علي، د سریلانکا پراوین جی وکراما او د بنګله دېش مشفیق الرحمان نوماند دي، چې د مۍ په میاشت کې ښه ځلېدلي دي.

حسن علي د مۍ په میاشت کې د ۸.۹۲ په اوسط ۱۴ ویکټې ترلاسه کړې دي، پراوین جی وکراما بیا په ۱۶.۱۸ اوسط باندې ۱۱ ټېسټ ویکټې اخیستي دي او مشفیق الرحیم بیا په یو ورځنیو لوبو کې ۲۳۷ منډې کړې دي.


دې  لوبغاړو د مینه وال هم رایې ورکولی شي او هر څوک چې ډېرې رایې ترلاسه کړي، د ای سي سي د یوې ځانګړې کمېټې له خوا بیا د میاشتې غوره لوبغاړی اعلانېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …