کورپاڼه / خپلواک / د ډیويډ وارنر لور غواړي چې د ويراټ کوهلي په څېر شي
ويراټ کوهلي او د ډيويډ وارنر لور

د ډیويډ وارنر لور غواړي چې د ويراټ کوهلي په څېر شي

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ نومبر ۲۰۱۹): د اسټراليا د پيل توپوهونکی ډيويډ وارنر د سريلانکا او پاکستان پر وړاندې په شل اوريزو لوبو کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې دوه پنځوسيزې او يوه سليزه يې د سريلانکا پر وړاندې ووهله او همدا راز د پاکستان پر وړاندې يې د ۴۸ ناسوځېدلو منډو توپوهنه ترسره او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه او په پرلپسې ۶ لوبو کې اسټراليا ماتې ته پرې نه ښوده چې يوه لوبه د باران له امله بې پايلې پای ته ورسېده.

وارنر د لاسيت ملينګا په مشرۍ د سريلانکا پر وړاندې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې په زړه پورې توپوهنه ترسره او د ۱۰۰ منډو ناسوځېدلې توپوهنه يې ترسره کړه، همدا راز ورپسې يې ۶۰ ناسوځېدلې او په دريمه لوبه کې ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. په داسې حال کې چې په ايشز سياليو کې نوموړي په پنځه ټېسټ لوبو کې يوازې ۱۰۰ منډې کړې وې، خو په وروستيو لوبو کې هغه د ويراټ کوهلي په څېر په توپوهنه کې ډېر ځلېدلی دی.

په تېر ای پي ايل (د هند تجارتي ليګ) کې نوموړی د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده او په دغه سياليو کې د ډيويډ وارنر مېرمن او لور هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې کالي په تن کول او د ډيويډ وارنر ملاتړ به يې کاوه، خو تازه ويل کېږي چې د ډيويډ وارنر يوه لور د هغه په ځای ويراټ کوهلي ډېر خوښوي او وايي چې غواړي د ويراټ کوهلي په څېر جوړه شي.

 

View this post on Instagram

 

I’m not sure about this one 😂😂. Indi wants to be @virat.kohli Caption This?? 🤣🤣

A post shared by David Warner (@davidwarner31) on


ډیويډ وارنر د خپلې لور انډي رای يوه ويډیو خپره کړې ده چې هغه پکې په کور کې کرکټ کوي، هغه توپوهنې ته ولاړه وي او وايي چې زه ويراټ کوهلي يم او بيا توپ وهي. ويراټ کوهلي له دغه ويډيو سره ليکلي دي، چې زه د دې په تړاو ډېر نه پوهېږم، انډي غواړي چې ويراټ کوهلي شي.

د يادولو ده چې ډيويډ وارنر به په راتلونکو دوه ټېسټ سیاليو کې د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي او بل لور ته ويراټ کوهلي بيا له خپلې مېرمنې او د هندۍ سينما نامتو فلمي ستورې انوشکا شرما سره سياحت ته وتلی دی، چې د بنګله دېش پر وړاندې له لوبو څخه يې رخصت اخيستی.

نوموړی به د هند او بنګله دېش د دوه ټېسټ سیاليو لپاره بېرته له خپلې لوبډلې سره يو ځای شي او د خپلې لوبډلې مشري به وکړي. په دغه سیاليو کې د ټېسټ سياليو په تاريخ کې په لومړي ځل د شپې هم ټېسټ سيالي ترسره کېږي، چې دغه سيالي به د هند په کلکته کې د نومبر په ۲۲مه نېټه پيل شي. همدا راز د دواړو لوبډلو لومړنۍ ټېسټ سيالي به د نومبر په ۱۴مه نېټه د انډور په هولکر لوبغالي کې پيل شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …