د انټرنېټ د نړۍ لپاره بد خبر دا دی چې د انټرنېټ یوه لویه برخه افلاین شوې ده، چې له امله یې ډېرو لویو وېبپاڼو ته د خلکو لاسرسی نه کېږي.
د بي بي سي رسنۍ د راپور په وېنا، په خپله د بي بي سي، ګارډین، فنانشل ټایمز، نیویارک ټایمز او امازون په ګډون د نړۍ مشهورو وېبپاڼو ته د کاروونکو لاسرسی نه کېږي.
په راپور کې زیاته شوې ده، چې د برېتانیې حکومت رسمي وېبپاڼې هم بندې شوې دي او خلک یې په انټرنېټ کې نه شي راخلاصولی.
کله چې څوک دغه وېبپاڼو ته ورځي، نو هغوی ته په سکرین باندې یو پېغام ورکوي چې Error 503 Service Unavailable او وېبپاڼې کار نه کوي.
خو د کلاوډ کمپیوټینګ سرویس شرکت (فاسټلي) چې یادو سترو شرکتونو ته دا سرویس ورکوي، وايي چې د دوی په سیسټم کې ستونزه پېدا شوې وه، چې دوی خپل سیسټم بېرته جوړ کړی او سرویس بېرته فعال شوی دی.