کورپاڼه / خبرونه / راتلونکو دوه ورځو کې د شل اوریزو لوبو کپتان اعلانېږي
د ملي لوبډلې نوی کپتان

راتلونکو دوه ورځو کې د شل اوریزو لوبو کپتان اعلانېږي

د افغانستان کرکټ بورډ ځینې سرچینې وايي، چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د افغانستان د شل اوریزو لوبو لپاره نوی کپتان اعلان شي.

افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ څخه لیرې کړ، چې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې يې حشمت الله شهیدي نوی کپتان اعلان کړ او رحمت شاه یې د هغه مرستیال وټاکه.

همدا راز راشد خان یې بیا د شل اوریزو لوبو لپاره مرستیال کپتان وټاکه، خو وې ویل چې د شل اوریزو لوبو نوی کپتان به هم ډېر ژر وټاکل شي.

اوس ځینې سرچینې وايي، چې د شل اوریزو لوبو لپاره به نوی کپتان په راتلونکو دوه ورځو کې وټاکل شي. د نوي کپتان لپاره د نجیب الله ځدراڼ، نوین الحق او رحمان الله ګربز نومونه اخیستل کېږي، خو ځینې سرچینې بیا دا هم وايي، چې ښايي اصغر افغان د شل اوریزو لوبو کپتان وټاکل شي.

د یادولو وړ ده چې اصغر افغان له دې امله له کپتانۍ لیرې شو، چې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې قصدا ځینې داسې پرېکړې کړې وې، چې افغانستان دغه لوبه کې له ماتې سره مخ شو.

دا هم ولولئ

په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

د مصر لرغون پېژندونکو ددې هیواد له پایتخت قاهرې څخه لېرې درې زره کاله پخوانی …