کورپاڼه / هنر او کلتور / د ای بي ډویلیرز میرمنې د انوشکا شرما ستاینه کړې

د ای بي ډویلیرز میرمنې د انوشکا شرما ستاینه کړې

د سویلي افریقې د پخواني تکړه لوبغاړي ای بي ډویلیرز میرمنې ډینیل د بالیووډ د فلمونو اداکارې او د ویرات کوهلي میرمنې انوشکا شرما ستاینه کړې او هغه یې د ډېر ښه زړه څښتنه ګڼلې.

د ای بي ډویلیرز له میرمنې د هغې مینوالو پر انستاګرام په زړه پورې پوښتنې کړي، چې په دې لړ کې یوه پوښتنه دا هم وه چې: آیا هغئ او انوشکا له یو بل سره لیدلي؟

ددې پوښتنې په ځواب کې ډینیل ډویلیرز خپل او د انوشکا شرما یو یادګاري تصویر پورته کړی او په ځواب کې یې ویلي چې انوشکا د غوره او ښه زړه درلودونکو انسانانو څخه ده.

نوموړې مخکې لیکلي چې موږ دواړه په یو هیواد کې سره نه اوسېږو، که چېرته داسې وای نو ضرور به مو سره لیدل.

د انوشکا او ډینیل دغه تصویر په ټولنیزو رسنیو ډېر ژر لاس په لاس کېږي او په دې تصویر دواړه له خپلو اولادونو سره لیدل کېږي. بل لوري ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکې دغه تصویر خوښوي او ډېر ژر یې لاس په لاس کوي.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …