کورپاڼه / روغتيا / چاغښت ولې رامنځته کېږي او د حل لاره یې څه ده؟

چاغښت ولې رامنځته کېږي او د حل لاره یې څه ده؟

د وزن ډېرېدو ستونزه یو له هغه ستونزو له جملې څخه ده چې په اړه یې هر شخص اندیښمن او په دې فکر دی چې خپل وزن به څنګه کموي، ځکه چې ځینې کسان داسې هم وي چې د وزن کمولو هڅه کوي، خو هغه ترې نور هم ډېر شي.

لومړۍ دا پوښتنه چې وزن ولې ډېرېږي؟ روغتیایي کارپوهان وایي چې د وزن په ډېرولو کې کالوري نیغ په نیغه رول لوبوي. یعنې څومره کالوري ترلاسه کوو او څومره استعمالوو ددې ترمنځ باید توازن وجود ولري، که چېرته داسې نه وي نو د بدن وزن مو ډېرښت مومي.

د ډېرې کالورۍ توکي خو ټولو ته معلوم دي چې له بورې، کولا مشروباتو، پروسیس شوو توکو او نورو څخه عبارت دي، نو هڅه وکړئ چې دغه ډول توکي له ژونده لېرې کړئ او پرځای یې مېوې او سبزیجات استعمال کړئ.

نن سبا زموږ ترټولو لویه تېروتنه داده چې موږ ورزش نه کوو، که څه هم نوې ټیکنالوژۍ ژوند آسانه کړی خو موږ یې له کمزورۍ سره هم لاس او ګریوان کړي یو. نو باید هڅه وکړو چې خپلو ورځینو مصروفیاتو کې قدم وهنه هم شامل کړو.

دغه راز له شېدو چایو او نشه یي توکو ځان وساتو او پرځای تور چای، توره کافي او د لیمو اوبه استعمال کړو او په سباناري کې له فیرنۍ یا مېوو څخه ګټه واخلو.

د غرمې په خوراک کې تازه مېوې او سلاد لکه ګازرې، مڼه، انګور، لوبیا، هندواڼه، چارمغز او نور هغه توکي شامل کړو چې لږه کالوري ولري.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …