کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان (ټایګر ۳) فلم خپرېدو وړاندې نوي میلونه تاوان وکړ

د سلمان خان (ټایګر ۳) فلم خپرېدو وړاندې نوي میلونه تاوان وکړ

د بالیووډ د فلمونو سلطان، سلمان خان له (رادی) فلم وروسته له یو بل لوی تاوان سره هم مخ شو او دغه تاوان یې د نوي راروان فلم (ټایګر ۳) په اړوند دی.

د دبنګ خان نوی خپور شوی فلم (رادی) چې په تېر اختر کې خپور شوی، یو ناکام فلم ثابت شو او سلمان خان چې له هر فلم څخه به یې ډېرې روپۍ ګټلې دا ځل یې له تاوان سره مخ کړ.

له دې وروسته اوسمهال نوموړی له بل تاوان سره مخ شو. ویل کېږي سلمان خان چې د مارچ په میاشت کې د (ټایګر ۳) فلم لپاره سیټ برابر کړی و، چې له دوه نیمو سوو څخه تر درې سوو کسانو ور پکې کار کړی و، خو د ګرځبندیز په سبب د فلم ثبت وځنډیده.

راپورونه وایي چې د (ټایګر ۳) لپاره جوړ شوی سیټ د تاوتی طوفان په سبب سخت زیانمن شو او لږ ډېر چې جوړ پاتې و هغه د موسمي بارانونو له امله خراب شو او په همدې سبب مخکې له دې چې فلم خپور نوي میلونه تاوان یې وکړ.

راپور زیاتوي چې د فلم تولید کوونکې او لارښود مشوره ورکړې چې د سیټ له منځه وړل غوره کړنه ده او له دې وروسته له یو سلو پنځوسو تر دوه سوو پورې کسان په دې ګمارل شوي ترڅو وران یې کړي.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …